قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العرب الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګری ملتونو سازمان د بشر ملګرتیا چارو مشر مرستیال په دې بیانیه کې وویل: د یمن ښاریزو نه ۲۲ ملیونه کسان د بشري ملګرتیا مرستو ته اړتیاوې لري او له اته ملیونو نه زیات کسان قحط سره مخامخ دي.
هغه وویل: د فوري مرستې مرکزی صندوق نه د ۵۰ ملیون ډالرو موافقت شوی دی چې په خپله د بشر ملګرتیا یوه لويه مرستې ده چې په یمن کښې د انسانانو نجات لپاره پیل کېږي.
لوکوک د سعودي عرب له اړخه د الوتکو توغندو او ځمکې بریدونو په اخیرنۍ اونۍ کښې ناڅاپه ودې نه پس د هغې کم کولو اهمیت باندې تاکید وکړو او وې ویل: وسله وال جنګونه او ټولنیزه مرګونه او خلکو ته تاوان د بنیادونو ویجاړتیا شمېرلې کېږي.
هغه په یمن کښې موجود انساني حالاتو ته اشارې سره د خلکو اساسي اړتیاوې له خوراک او دارو تر ۹۰٪ حل کېدو لپاره د دغه هیواد بندرونو پرانیستلو باندې تاکید وکړو.
د ملګری ملتونو سازمان د بشر ملګرتیا چارو مشر مرستیال څرګنده کړه چې بشر ملګرتیا مرستې له خیرینو له اړخه په جنګونو او نښتو کښې ودې نه ورستو په کال ۲۰۱۷ کښې په ملیونو کسانو ته نجات ورکړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د خلکو مالی او انساني مرستې یمن کښې خلکو ته فوري رسېدو لپاره لارې پرانیستل شی او هغه په یمن کښې نښتې تر پایی رسولو ضرورت باندې تاکید وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3679724