قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د dailycampus.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پروګرام له اتم فروري(۱۹ بهمن) د شپې له ۶:۳۰ نه تر ۹:۳۰ پورې د مختلفو تقریر کوونکو شتون سره د کنتیکت پوهنتون کانفرانس په مرکز کښې پیل کېږي.
د کنتیکت پوهنتون بنګلادېشي محصلانو انجمن مشر سوهان عزیز، په اړه وویل: د بنګلادېش خلک ډېر مېلمه پال خلک دي او د روهینګیا بې ځایه خلکو په بنګلادېش کښې شتون باندې هیڅ خفګان نه لري که څه هم د دې کډوالو ستره ټولنه د نړیواله ټولنو بې له څه مرستې او حمایت نه پرته د بنګلادېش غونډې هیواد لپاره ډېره سخته ده.
هغه زیاته کړه: که څه هم د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار له اړه زیاتي او ظلم په خلاف ډېرو هیوادونو خبرې کړي او د میانمار له حکومت یی غوښتنه کړې چې دغه ظلم او زیاتي مخنیوي وکړو خو ولی د روهینګیا مسلمانانو لپاره یی په عمل کښې هیڅ کار نه دي کړي.
عزیز د روهینګیا مسلمانانو په اړه د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه ضعیف عمل کولو باندې نیوکې سره وویل: ملګرې ملتونو سازمان د میانمار خلاف هیڅ قسمه بندیز نه دی لګولې او په رسمي توګه یی د دې نسل وژنې نوم نه دې اخیستلې چې د هیوادونو سازمان د میانمار خلاف څه اقدام ترسره کړي.
هغه تاکید وکړو: دې ته توجه سره چې د ملګرې ملتونو سازمان په میانمار کښې نښتې ته د قومي پاکولو عنوان ورکړي، نړیواله ټولنه باید د روهینګیا کډوالو مسلمانانو سره مرستې لپاره جدی اقدام وکړو او په میانمار باندې د بحران حل لپاره زور راوړې.
http://iqna.ir/fa/news/3689112