IQNA

د اسلامي ایران ولسمشر له آیت الله سیستاني سره کتنه وکړه

22:46 - March 13, 2019
د خبر لمبر: 3482022
نړیواله ډله: د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په نجف اشرف کښې د عراق د شیعه مسلمانانو د عالي قدره مرجع آیت ا... علي سیستاني دفتر ته ورسېد.

د ایکنا راپور له مخې، د الفرات نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  ولسمشر حسن روحاني نن سهار د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د پاک او نوراني حرم له زیارت کولو وروسته د نجف ښار په لرغونې برخه کښې د آیت ا... سیستاني دفتر ته ورغی.
د خبرونو سرچینو راپور پر اساس، محمد جواد ظریف، د ایران خارجي چارو وزیر، چې د روحانی سره نجف ته رسېدلې، د ولسمشر روحانی سره د آیت الله سیستانی ملاقات لپاره ورغلل، همدارنګه په دې کتنه کښې د ایران بهرني چارو وزیر سره، ایرج مسجدی د تهران په بغداد کښې سفیر هم شتون لري.
د نجف لرغونې برخه کښې چې د آیت الله سیستاني دفتر په کښې شتون لرې، له سحر نه سخت امنیتي اقداماتو سره مخامخ وو او خبریال او د سپوږمیزه چینلو انځورګرانو هم دغه برخې ته د ننوتلو اجازت نه لرلو.
http://iqna.ir/fa/news/3797646
captcha