IQNA

د نیوزیلنډ دپیښي د بریدکوونکی د محکمې لومړنۍ غونډه ترسره شوه

12:07 - March 16, 2019
د خبر لمبر: 3482024
نړیواله ډله - ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، سره سم تیره ورځ  د نیوزیلنډ په  کرایسټ چرچ ښار کې وسله والو  برید کوونکي پر مسلمانو لمونځ کوونکو برید کړی او شاوخوا ۹۹کسانو ته  پکښي مرګ ژوبله اوښتې .په دغه حمله کی ۴۹ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوی دی .

د نیوزی لینډلومړۍ وزیري  ویلي چې د داسې پیښو د ښه مخنیوي لپاره غواړي په ټول هېواد کې د وسلو لرلو قوانین اصلاح او اصلاحات پکښي راولي.

ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

ددې بریدګر دوهمه محکمه د راتلوونکي اپریل میاشتي پر پنځمه نېټه ترسره کیږي او ویل شوي چې ددې هېواد له  قوانینو سره سم به ورته سزا ورکړل شي

د دغې مرګونی حملې قربانیان د پاکستان ، افغانستان ، چین ، ترکیې ، اردن ، بنګلادیش ، انډونیشیا ، ملایشیا او عربستان په شمول د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو خلک وو .

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو “ترهګریز” برید بللی.

په نیوزیلینډ کې د مسلمانانو وژله نه یوازې د اسلامی نړۍ له غندنې سره مخامخ شوی ده بلکې ملګرو ملتو او امنیت شورا هم دغه اقدام غندلې دې .

http://parstoday.com/ps/news/world-i80941

 

captcha