IQNA

د کډوالو په برخه کښې د ایران خدمات مثالي دي

23:53 - May 19, 2019
د خبر لمبر: 3482184
نړیواله ډله: د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ استازي وویل: د بهرنیو ښاریزو او مهاجرینو په برخه کښې د ایران خدمات مثالي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې ویبپاڼې نه په نقل، د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ استازي ایوو فریسن نن د ایران د سویل په کرمان ښار کښې د کډوالو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په قدرونې سره زیاته کړه: د ایران حکومت او خلک د کډوالو په برخه کښې ډیر ستر کار ترسره کوي.هغه هم داشان د ایران خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: نړیواله ټولنه دې په دې ځانګړې مسئله کښې ایران یوازې نه پریږدي.
ایوو فریسن له ایران سره د ملګرتیا په پراختیا هم ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د لوړې کمشنرۍ د ۲۰۱۷ کال د جولایۍ میاشتې د رپورټ له مخې، کابو یو میلیون نوم لیکل شوي (قانوني) افغان کډوال په ایران کښې دیره دي.
له دې نه علاوه تقریباً دوه میلیون نور افغانستاني مهاجر په غیرقانوني توګه او بې له هویتي مدارکو په ایران کښې ژوند تیروي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د بیا بیا ټینګار په چوکاټ کښې په ایران کښې د قانوني او غیرقانوني ټولو افغان کډوالو زده کړه وړیا ده او له درملیزو او صحي خدماتو هم بې له کوم توکمیز توپیره استفاده کوي.
د ملګرو ملتو او افغانستان چارواکو د افغانستاني کډوالو د کوره توب په وجه په ځلونو د ایران قدرونه کړې ده.
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i82261
captcha