نړیواله ډله: دسعودي عربستان باچا ملک سلمان د فارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو هیوادونو مشرانو اودغه راز د عربی اتحادئې د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې څو د مئ په یو دیرشمه نیټه دې د اماراتو د الفجیره بندر او دسعودي عربستان په تیلی تاسیساتو دحملې پشمول دسیمې د پیښو د سپړلو لپاره په دوو بیړنیو غونډو کې ګډون وکړي .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اودملی امنیت دکمیشن مشر حشمت ا... فلاحت پیشه په بغداد کې د امریکا له سفارت سره نزدې دتوغندی لګیدل اودسیمې د وروستیو حالاتو د ارزونې په خاطر په بیړنۍ غونډې کې د عربو مشرانو څخه د ریاض د چارواکو بلنه ، د سعودي عربستان د بلوا جوړونې دسیاست یوه برخه ده .
فلاحت پیشه دعراق دبغداد په شنې سیمې کې د توغندیو دوو حملو او د عربی اتحادئې او دفارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو هیوادونو له مشرانو سره دغږملتیا اومشورو لپاره د سعودي دپاچا په وسیله د عربانو مشرانو ته بلنې ته په اشارې سره ووئيل ،سعودي عربستان په سیمې کې د ایران په ضد دائيتلاف دجوړولو لپاره هڅه کوي،خو هیڅ به په لاس ورنشي .
دسعودي عربستان باچا ملک سلمان د فارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو هیوادونو مشرانو اودغه راز د عربی اتحادئې د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې څو د مئ په یو دیرشمه نیټه دې د اماراتو د الفجیره بندر او دسعودي عربستان په تیلی تاسیساتو دحملې پشمول دسیمې د پیښو د سپړلو لپاره په دوو بیړنیو غونډو کې ګډون وکړي
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82308