IQNA

د اسلام نه ویرولو بودایی راهب د نیولو حکم

21:50 - May 30, 2019
د خبر لمبر: 3482208
نړیواله ډلهک د میانمار په عدالت کښې د یو بودایی راهب چې د مسلمانانو سره په دښمنۍ کښې شهرت لرلو د نفرت او تاوتریخوالی براخولو په تور نیولو حکم ورکړې.

د ایکنا راپور له مخې، له رویترز نه په نقل، میانمار اعلان کړې چې د دغه هیواد عدالت، د ویراتهو نیولو حکم صادر کړې دی.
ویراتهو د روهینګیا اقلیتي مسلمانانو په خلاف د خپلو خبرو له امله مشهور دی، هغه همدارنګه د آنګ سان سوچی د حکومت او د دغه هیواد د پوځ د پلویانو نه دی.
د پولیسو ویاند اعلان کړې چې د دغه راهب د نیولو حکم، تېره ورځ د پانګون ښار د عدالت له اړخه صادر شوې دې.
ویراتهو، حکومت په فساد باندې تورن کړې او د سوچی د حکومت له هڅو چې د اساسی قانون بدلون لپاره چې د پوځ د قدرت کمولو لپاره کوې باندې نیوکه کړې.
تېر کال، د میانمار ستر دینی مرجع دغه راهب تر یو کاله پورې تقریر نه منع کړې وو، هغه خپل زیات تقریرونه، د روهینګا د مسلمانانو خلاف کړې.
د سپکاوې یا نفرت پراخولو بندیز د قانون پر اساس هغه ممکنه ده چې تر دری کال یی په زندان محکوم کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3815474
captcha