د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عبدالحميد له تلوسه راډيو سره په خبرو کې زياته کړه، چې پنځه ويشت دېرش کاله وړاندې يې کډه د پاکستان ګل کڅ سيمې ته راغلې او له تېرو شلو کلونو راهيسې په ږوب کې له خپل فاميل سره يو ځای د مهاجرت ژوند تېروي.په تخار د اختر د لمانځلو په اړه عبدالحميد وويل، چې په افغانستان کې به چې موږ سهار جومات ته ولاړو او له لمانځه وروسته به مو له کليوالو سره مبارکي وکړه. لکه په افغانستان کې دلته هم موږ د سهار چای په جومات کې کوو. د اختر له لمانځه وروسته پر عزيزانو، دوستانو او ديني عالمانو ګرځو او مبارکي ورکوو.
په پاکستان کې دا مهال شاوخوا شپاړس لکه افغان کډوال مېشت دي، چې ډېرى يې ددې هېواد په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت کې دېره دي او هر کال اخترونه او روژه له افغانستان سره يوځاى کوي. په پاکستان کې مېشتو پر افغان کډوالو سربېره، د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د يو شمېر قبايلي سيمو اوسېدونکي هم له افغانستان سره يو ځاى د اختر لومړۍ ورځ لمانځي
.http://talwasa.af/2019/06/05