IQNA

معظم رهبر: «د پېړۍ معامله» منصوبه به هيڅکله نتيجې ته ونۀ رسي

14:11 - June 06, 2019
د خبر لمبر: 3482225
نړیواله ډله: دد اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې «د پېړۍ معامله» نومې منصوبه هيڅکله سرانجام ته ونۀ رسي له هغو عربو هېوادونو او فلسطيني ډلو څخه قدرونه وکړه چې له دغه پلان سره يې مخالفت اعلان کړے دے.
د ایکنا راپور له مخې، د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله سيد علي خامنه اي نن د تهران په امام خميني (رح) نومې عيدګاه کښې د فطر د نېکمرغه اختر د نمانځۀ په خطبو کښې اسلامي امت او د ايران ملت ته د دغه ستر اختر د مبارکۍ په ويلو سره د فلسطين موضوع او د پېړۍ معامله نومې د امريکې له خيانته ډک پلان د اسلامي دنيا د وړومبۍ درجې له مسائلو وګڼۀ او وې فرمايل، د بحرين او سعودي په شان د ځينو اسلامي هېوادونو خيانت له خباثته د ډک داسې پلان زمينه برابرونکے شوے دے.حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د پېړۍ معامله نومې پلان د اقتصادي غونډې لپاره د بحرين کورباتوب ته په اشارې سره واضحه کړه، دغه غونډه له امريکايانو سره تعلق لري،  خو د بحرين واکمنان په خپلې کمزورۍ، بې وسۍد ولس او اسلام مخالفه روحيې سره د دغې غونډې زمينه برابرونکي شوي دي او د بحرين او سعودي واکمنان بايد پوه شي چې په کومه جبه کښې ګام اېښودے دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د قدس د نړيوالې ورځې په عظيم الشان لاريون کښې د شاندار ګډون په وجه د ايران له ملت څخه د زړۀ له تله مننه وکړه او وې فرمايل، په دغه ستر حرکت کښې د خلقو مضبوط او مستحکم شتون په نړيوالو سياستونو او د ايران د ملت د دښمنانو په ارادو زياتر اثرکونکے دے او د هغوي حساب کتاب له ګډوډۍ سره مخامخوي.
حضرت آيت اللهالعظمی خامنه اي د ولسي مرستو په شمول ځينومبارکو اسلامي عادتونو ته چې په ايران کښې مخ په پراختيا دي او د روژې په مبارکه مياشت کښې هم ډېر پراخه وو په اشارې سره وفرمايل، په جوماتونو، امامباړو او عامه ځايونو کښې د ساده روژه ماتي د دسترخوانونو له غوړولو سره د مرستې او همدارنګ له سېلاب ځپلو سره د رمضاني مرستو لپاره مخ په زياتېدو ولسي ګروهنه له دغو نېکو او ولسي اقداماتو څخه وبلله.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82637
captcha