IQNA

قاری صلاح الدین د زندان څخه وتښتید

22:43 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482230
نړيواله ډله: ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ادعا کړي چی قاری صلاح الدین ایوبی ددی ډلې نومول شوي والی د فاریاب ولایت لپاره چی د ۲۰۱۵ کال راهیسی د ملی امنیت په زندان کې وو، د زندان څخه تېښته کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز نه په نقل، مجاهد ویلی دی چی قاری صلاح الدین اوس د طالبانو کنترول لاندی سیمو کې دی.
صلاح الدین ایوبی په شمال کې د طالبانو یو خطرناکوڅېرو څخه دی چی که د هغه تیښته د زندان څخه حقیقت ولری، د جګړي جبهه په فاریاب کې د دولت په وړاندی یوځل بیا پیاوړۍ کیږی.
یادولو وړ دی چی دولتی ارګانونه تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://ariananews.co/ps/afghanistan/
captcha