IQNA

حیدرآباد موزه، د هند او ایران د قرآن مفسرانو سیمینار کوربه

20:13 - June 12, 2019
د خبر لمبر: 3482241
نړیواله ډله: د هند او ایران د قرآن مفسرانو سیمینار د دې کال د تیر میاشتې په اول کښې د هند حیدر آباد ښار د جنګ سالار په موزه کښې پيل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، د ایران او هند ځانګړې څېړونکو په دغه سیمینار کښې په هند او ایران کښې د قرآن کریم مفسرانو تفسیر او قرآنی علمونو په اړه تقریرونه وکړ او په حیدرآباد کښې د ایران كونسلګري، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان او دهلی نو ولایت مرکز د دغه سیمینار پيل کولو کښې همکاري وکړه.
د قرآن کریم د خطي نسخو نندارتون هم د حیدر آباد د جنګ سالار په موزه کښې د سیمینار په څنګ کښې پيل کېږي او له لومړي نه تر دریم تیر میاشتې له د محلې وخت له ۱۰ نه تر ۱۷ بجو پورې نندارې لپاره کولو وې.
په دغه نندارتون کښې د هند او ایران مرکزونو، بنسټونو خطي او ځانګړې مشهور قرآنونه نندارې ته وړاندې شوې دې؛ او په ځانګړې توګه هغه نسخې چې د تفسیر په اړه لیکلې شوې او د حفظ، قرائت او قرآنی اصطلاحاتو په اړه سافټویر محصولات هم نندارې ته وړاندې کړې دې.
د ایران اسلامی لارښوونې او کلتور وزارت د قرآن او عترت برخې، د حیدر آباد نظامیه جامعة، د امام رضا علیه السلام د حرم مطهر اسلامی څېړنو بنسټ، د دهلی نو لاس لیکنو ملي مرکز، د هند ولایت بنسټ، رضا رامپور ملي کتابتون، د هند تلانګانا ولایت او اودیشا سیمې جماعت اسلامی ګوند، په هند کښې د جامعة المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة څانګه، باب العلم کتابتون او د حیدر آباد نظامي موزه له هغه نورو مرکزونو نه وو چې د دغه حیدر آباد قرآنی نندارتون پیل کولو کښې همکاري لرې
حیدرآباد موزه، د هند او ایران د قرآن مفسرانو سیمینار کوربه
http://iqna.ir/fa/news/3818168
captcha