زمونږ خبریال راپور راکړ دافغانستان د حکومت یوې اړونده سرچینې وئیلی دی ،حکومت د قطر بین الافغانی غونډې ته هېڅ استازی نه لیږی،یو شمېر نور سیاستوالان هم داسې ښکاری په دغې غونډې کې له ګډون سر وغړوی.
دافغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی ویندوی صدیق صدیقی هم پرون ناوخته وئیلی وو،حکومت د یوې داسې سولې غوښتونکی دی چې پکې د ټولو افغانانو ګټې وساتل شی.
هغه وئیلی دی،داسې غونډو له جوړېدو سره مخالفت نهلری، خو د دې غونډې لپاره د ولسمشر د ویاند خوشبینی محتاطانه وه ، او وئیلی ئې دی "مونږ د نړیوالې ټولنې، زموږ د متحدانو او په تیره بیا امریکا، جرمنی او نورو هېوادونو هڅو او ژمنتیا ته چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوی، څو د سولې پروسه په یقین بدله شی، خوشبین یو، خو ټینګار کوو چې د ولسمشر یو اصلی لومړیتوب د افغانستان د سولې پروسه ده او موږ د داسې سولې غوښتونکی یو چې د ټولو افغانانو ګټې پهکې وساتل شی.
ټاکل شوې د قطر دا غونډه د جرمنی او قطر په کوربتوب سره ترسره شی .