IQNA

د آب زمزم وړولو باندې بندیز له هندیانو خفګان

21:27 - July 10, 2019
د خبر لمبر: 3482292
نړیواله ډله: د هند د حج زائران په الوتکه کښې له حج نه بېرته تللو په وخت د زمزم ابو وړولو باندې بندیز له کبله چې تېره اونۍ د دغه هیواد له اړخه د الوتکو سازمانونو ته خبر ورکړې شو، خفه دې.

د ایکنا راپور له مخې، د خلیج ټایمز نه په نقل، د ایر انډیا الوتکې سازمان هندی زائرانو ته چې په دې کال کښې د حج لپاره یی عربستان ته سفر کړې، اعلان کړې چې د زمزم د ابو ستر بوتلونو په الوتکو کې وړلو باندې بندیز لګولې دې.
مسافر چې یواځې په سترو الوتکو کښې سفر کوې د زمزم ابو وړلو اجازت لرې
د زمزم د ابو وړلو دا بندیز له ۱۵ سپټمبر(۲۴ شهریور) نه اجرا کېږي او د جده – حیدر آباد – بمبئ او جده – کوچین په پروازونو کښې کارل کېږي.
د الوتکو د سازمانونو چارواکې وایئ، د حاجيانو د وړولو لپاره کارېدونکې الوتکو ډول او د څوکو کموالي د دغه اعلان اصلي دلیلی دې.
 فاطمه منال یوه هندي زائرې په دغه اړه د خفګان اظهار کولو سره وویل: مونږ له مکې نه د زمزم اوبه د خوړدې په توګه راوړو چې هغه د تبرک په لپاره په ټولو ملګرو او خپلوانو کې وېش کړو.
راحیه سلیم په شارجه کښې مېشته یوې زائرې وویل: ما دارنګه قضیه په دې کلونو کښې هیڅکله نه ده لیدلې. دا دریم ځل دې چې حج ته ځم، د زمزم اوبه راوړل د مسلمانانو ترمنځه د حج سنت دې. مونږ دا اوبه له مکې نه راوړو چې په مذهبی مراسمو کښې له هغې استفاده وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3825861
captcha