IQNA

چین، روسیې او پاکستان د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه وکړه

17:12 - July 13, 2019
د خبر لمبر: 3482295
نړیواله ډله: اعلامیه وايي، د غونډې ګډونوالو د «بین الافغاني» مذاکراتو د تېرو او راتلونکو غونډو څخه د ملاتړ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې له فرصت څخه په استفادې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

 


د افغان رسندویو له راپور سره سم د ، روسیې، چین ، امریکا او پاکستان ځانګړو استازو د افغان سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر دایمي اوربند او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیلېدو موافقه کړې ده.

دغه څلور اړخیزه غونډه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترڅنګ،د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قابلوف، د چین ځانګړي استازي ډینګ جیون او د پاکستان استازي پکې ګډون کړی و و په بیجینګ کې تر سره شوه.

زلمي خلیلزاد د نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم د یو دایمي اوربند پر رامنځته کېدو موافقه وشوه.

هغه ویلي:"مونږ ه موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي."

د یادې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو له نورو نړیوالو شریکانو هم غوښتي چې د مذاکراتو د پیلېدو سره سم په دغه پروسه کې ورګډ شي.

اعلامیه وايي، د غونډې ګډونوالو د «بین الافغاني» مذاکراتو د تېرو او راتلونکو غونډو څخه د ملاتړ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې له فرصت څخه په استفادې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې په اړه د یادې څلور اړخیزې ناستې د پرېکړې هرکلی کوي.

د افغان سولې په اړه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړي استازو څلور اخیزه غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د جولای پر ۷ او ۸مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول او همدارنګه د یادې میاشتې پر ۹مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل.

د یادولو ده چی د امریکا او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو ۷ پړاونو تراوسه کومه خاصه نتیجه نده ورکړی .

http://parstoday.com

captcha