IQNA

افغانانو د بيرغ ورځ په شاندارو ولولو ولمانځله

23:46 - July 30, 2019
د خبر لمبر: 3482323
نړیواله ډله:  پرون د زمري اوومه هېوادوال د ښارونو او بازارونو واټونو ته د افغانستان ملي بيرغونو سره راووتل او دا ورځ يې په شاندارو' ولولو او خوشاليو سره ولمانځله. 
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، کابل کې چې د هر ولايت او هرې ژبې خلک اوسېږي' د نورو بېلابېلو برخو ترڅنګ' د بېلابېلو قومونو او ژبو زرګونو پېغلو او ځوانانو د دهمزنګ له څلورلاري د دارالامان تر ماڼۍ پلي ولاړل او له ځان سره يې لسګونه متره اوږد بيرغ هم ولېږداوه. د افغانستان د نورو ښارونو په څېر په جلال اباد او د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم ځوانانو اوږده اوږده بيرغونه په ډولونو او نڅاګانو ولېږدول او دا ورځ يې په خوښيو او خوشاليو ولمانځله. فقير وطندوست وايي دا دی د ۷۵۰ متره اوږد بيرغ يوه پيڅه يې نيولي او د نورو ځوانانو سره د ښرنې ښار په واټونو کې د هېوادنيو ترانو په ويلو سره ګرځي. د يادولو ده چې د بيرغ ورځ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لمانځل کېږي او افغانان هم په ډېرې مینې او لېوالتيا سره ولمانځله.

http://talwasa.af/2019/07/30/
captcha