IQNA

د نایجریا حکومت د شیخ زکزاکی د وژلو هڅه کوی

13:24 - August 16, 2019
د خبر لمبر: 3482354
نړیواله ډله: شیخ زکزاکی د خپلې درملنې له بهیر د نارضایتی ، امنیتی محدودیتونو او د باور وړ ډاکټر د نیشتوالی په دلیل بیګا د هند له نوی ډیلی د نایجریا د پلازمینې ابوجا په لور روان شو .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یونیوز له راپور سره سم د نایجریا اسلامی غورځنګ جوته کړه شیخ زکزاکی او د هغې میرمنې ته د درملنې د سفر د اجازت لپاره د سترې محکمې فیصله د نایجریا حکومت د غوښتنې په اپوټه وه .
د نایجریا اسلامی غورځنګ ټینګار وکړ حکومت هڅه کوی چی په هره روده شیخ زکزاکی ووژنی او دد هغه غورځنګ له مینځه یوسی تر څو په افریقا د لویدیځ د امپریالیزم د سلطې د ستنیدا لپاره زمینه برابره شی .
شیخ زکزاکی د خپلې درملنې له بهیر د نارضایتی ، امنیتی محدودیتونو او د باور وړ ډاکټر د نیشتوالی په دلیل بیګا د هند له نوی ډیلی د نایجریا د پلازمینې ابوجا په لور روان شو .
د لندن د اسلامی بشری حقوقو د مرکز مسول مسعود شجره په وینا په هند کی د شیخ زکزاکی د درملنې وضعیت ډیر بد وو او له هغه سره د مجرم په توګه چلند کیده .
http://parstoday.com/ps/news/world-i84038

captcha