IQNA

په تېرو ٤ مياشتو کې چاودنو د ٨٣ کسانو ژوند اخيستى

22:52 - August 17, 2019
د خبر لمبر: 3482357
نړیواله ډله:  په  بلوچستان کې په تېرو څلورو مياشتو کې اوو چاودنو لسګونه  تنو ته  مرګ  ژوبله  اړولي ده. وروستۍ چاودنه  په  کچلاغ کې په جومات کې شوې ده
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو نه په نقل،  په  بلوچستان کې په تېرو څلورو مياشتو کې اوو چاودنو لسګونه  تنو ته  مرګ  ژوبله  اړولي ده. وروستۍ چاودنه  په  کچلاغ کې په جومات کې شوې ده. په  بلوچستان کې دولتي چارواکي د پوليسو له  قوله  وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې اووه  چاودنې شوي چې په پايله کې يې شاوخوا څلور سوه تنو ته  مرګ  ژوبله  اوښتې  ده. چارواکي زياتوي، چې  دغه  چاودنې د ايالت  د مرکز کوټې په شمول په  بېلابېلو سيمو کې شوي، چې په نتيجه کې يې دري اتيا تنه  وژل شوي او درې سوه نور ژوبل شوي  دي. په  بلوچستان کې وروستۍ چاودنه  پرون د جمعې په لمانځه کې کوټې ته څېرمه د کچلاغ  په يو جومات کې شوي، چې په کې پنځه ويشت تنو ته  مرګ ژوبله اووښتي ده.  د بريد مسووليت  وسله  والو طالبانو منلی دی. په  روان مېلادي کال کې په  بلوچستان  کې د وسله  والو له خوا پر پوليسو، لېويز او امنيتي سرتېرو يو شمېر بريدونه شوي او په هدفي وژنو کې هم  يو شمېر کسانو خپل ژوند له  لاسه  ورکړی دی. د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په  کوټه کې د امنيت د ټينګښت په  موخه  د امنيت چارې ملېشه ځواکونو يا اېف سي ته  سپارلي دي. ملېشه ځواکونو ته  هغه مهال د امنيت چارې وسپارل شوې، کله  چې په  تېره  حکومتي دوره  کې  په ايالت کې هدفي وژنې او نورې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي، سترې محکمې د ناامنۍ د پېښو په مخنيوي کې پوليس ناکامه وبلل او صدراعظم په کوټه کې د ايتلافي حکومت له ټولو ګوندونو سره تر صلاح مشورې  وروسته د بلوچستان د حکومت واک والي يا ګورنر ته  وسپاره او د امنيت مسووليت ملېشه ځواکونو ته وسپارل شو.
http://talwasa.af/2019/08/17
captcha