IQNA

ننګرهار کې روغتیاپالان د هر ډول ناروغانو پر وړاندې کار بندیز اعلان کړ

16:34 - September 13, 2019
د خبر لمبر: 3482393
نړیواله ډله: په جلال اباد ښار کې روغتیاپالان د هدفي وژنو ، غلا او انسان تښتونې د زیاتیدو او په جلال اباد کې د متخصص نوروز شینواري د وژنې په غبرګون په شخصي روغتونونو، سراپا کلينکونو، شخصي معاينه خانو ، لابراتوارونو ، غاښونو کتنځايونو او درملتونونو کې ټول عاجل او غير عاجل خدمات بند شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په جلال اباد ښار کې روغتیاپالان د هدفي وژنو ، غلا او انسان تښتونې د زیاتیدو او په جلال اباد کې د متخصص نوروز شینواري د وژنې په غبرګون  په شخصي روغتونونو، سراپا کلينکونو، شخصي معاينه خانو ، لابراتوارونو ، غاښونو کتنځايونو او درملتونونو کې ټول عاجل او غير عاجل خدمات بند شوي دي.ډاکتران وایي په دې ولایت کې له سختو امنیتي ننګونو سره لاس ګریوان دي چې له امله یې دوی مجبور شول څو کاربندیز وکړي.
ډاکټر ایمل ذکي وایي د مافیایي کړیو له لوري ترې باج غوښتل کیږي او که یې ورنه کړې په مرګ یې ګواښي، دوی امنیتي مسولین  د ښار د امنیت په ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورنوي.
د جلال اباد ښار درمل پلورنځیو د اتحادیې ډاکټر نجیب الله صاحبزاده تلوسې راډيو ته وویل چې روان کال ۸۳ ډاکټران له مختلفو تهدیدنو سره مخ شوي درې تنه وژل شوي ،یولس تنه یې تښتول شوي نهه د ډکټرانو کتنځایونه په بمونو الوزول شوي او پنځه ډاکټران هیواد نه بهرنیو هیوادنو ته تللي دي .
هغه وایي، که مسول چارواکي ورسره په خپلو کړو ژمنو وفا نه کوي نو دوی خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي.
د ننګرهار دوالي  ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ډاکترانو پر وړاندې یې شته ستونزې له پامه نه دي غورځولي او هڅه یې چې له دوی سره له سلا مشورې وروسته ورته دحل لار پیدا کړي.
http://talwasa.af
captcha