د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز ویبپاڼې نه په نقل، ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، له پراخو هڅو سره سره پدې وتوانېدل ، چې دغه ولایت کې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره نن ورځ د یوه مجهز موزیم د جوړېدو د بنسټ ډبره کېږدي .ددې ریاست رییس عبدالرحمن تسل وايي، داغه جوړېدونکی موزیم به په دېریش جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړ شي.
تسل زیاتوي، لوګر تاریخي ولایت دی او اوږده موده تاریخي مخینه لري، چې میس عینک، د خروار ولسوالۍ کافر کوټ او په برکي برک ولسوالۍ کې د سجاونډ هغه تاریخي سیمې دي، چې د سیمې په کچه اوږد قدامت لري او پدغه ولایت کې د ورته موزیم جوړېدل یوه شدېده اړتیا وه.
تسل وايي، پدغه ولایت کې اوسمهال د موزیم نشتون له امله د لوګر ډېری تاریخي اثار د ساتنې او نندارې لپاره مرکز کابل ته لیږدولو کيږي .
یاده دې وي ، په ټولنیزو رسنیو کې د دوو لویو مجسمو عکس خپور شوی دی، چې د خلکو په خبره یادې دوه مجسمې د لوګر له مس عینک کانه موندل شوې، خو تسل بیا وايي، دوی تر دمه پورې ددې عکسونو په اړوند رسمي څه نشي ویلی، ځکه چې معلومات يې تر دمه ندي بشپړ شوي .
http://talwasa.af/2019/09/15/