IQNA

د تورخم پر لار ۲۴ ساعته ترانسپورتي او سوداګریز خدمتونه فعال شول

21:40 - September 18, 2019
د خبر لمبر: 3482401
نړیواله ډله:  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ترانسپورت وزیر یما یاري، د تورخم پر لارې د څلرویشت ساعته خدمتونو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په ملتیا ګډون وکړ. 
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ترانسپورت وزیر یما یاري، د تورخم پر لارې د څلرویشت ساعته خدمتونو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په ملتیا ګډون وکړ. پر یاده لار د څلورویشت ساعته ترانسپورتي او سوداګریزو خدمتونو له فعالیت سره به افغان سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. په دې مراسمو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هغه هېواد د فدرالي او صوبه یي کابینې غړو او د خیبر پښتنونخوا والي هم ګډون درلود. د افغانستان د ترانسپورت وزیر انجنیر یما یاري وویل چې د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې دفیصلې پر اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یو شمېر اقدامات وکړل. نوموړي وويل، چې د دې اقداماتو په لړ کې د دواړو هېوادونو مشرانو دوه ځلې دوه اړخیزې لېدنې درلودې؛ چې د اسلام اباد په وروستۍ ناسته کې د پاکستان له لارې ختیځې اسیا ته د افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزيټي اسانتیاوو د پراختیا په هکله هم خبرې وشوې. د ترانسپورت وزیر هیله وښوده، چې د تورخم پر لار د څلرويشت ساعته خدمتونو له پیل سره به د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او د دې ترڅنګ به د چمن او غلام خان پر سوداګریزو لارو هم ورته خدمتونه فعال شي.
http://talwasa.af
captcha