د ویلو ده چې د پاکستان د پاړه څمکني قوم غړیو د طوري بالیش خیل قوم څه د پاسه پینځه دیرش زره(۳۵۰۰۰) جریبه ځمکه په زوره نیولي ده او هلته یې په غیرقانوني او ناجایز ډول کورونه جوړ کړي دي .
د پاکستان د کرمې سیمې طوري قوم په ځلونو له ځايي حکومت په تیره بیا پوځ څخه غوښتي وو چې د دوې په ځمکو د پاړه څمکني قوم نیواک ختم کړي خو حکومت او پوځ تراوسه پورې هیڅ اقدام ترسره نه دی کړی او همدغه وجه ده چې اوس جګړه پیل شوي ده او ډیر کسان پکښې مړه او ژوبل شوي هم دي .
بل خبر دا چې د پاکستان د کرمې سیمې د شیعه او د سني مشرانو غونډه روانه ده چې اوربند وکړي