ایکنانیوز د حسینی آستان د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ،د حسیني مقدس آستان د قرآنی تبلیغ نړیوال مرکز د قرآني پروګرام په چوکاټ کې چې په روژې مبارکې میاشتې کې ترسره کیږی،د نړۍ په اوو هیوادونو کې د قرآن کریم دختم دیرش دستورې ترسره کوي.
ددغه مرکز مدیر منتظر المنصوري په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د قرآنی تبلیغ نړیوال مرکز د هرې ورځې د هغه پروګرام په چوکاټ کې د روژې دمبارکې میاشتې له پیله ئې په نظر کې نیولی او برابر کړی دی، او د حسیني مقدس آستان د دارالانشاء تر نظر لاندې د قرآني چورلیزونو ټولګه تعقیبیږي، چې د قرآن کریم د هرې ورځې دختم د دستورو ترسره کیدا ئې ترټولو څرګند پروګرام دی چې په مختلفو هیوادونو کې او دددغو مرکزونو په دفترونو کې او دځينو اسلامی موسیسو او مرکزونو په غږملتیا سره ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه ، د قرآن کریم دختم د دستورو شمیر دیرشو ته رسیدلی دی چې په سورئې، ایران(اهواز)،لبنان ،آسټریلیا، کویت، افغانستان،بوکینافاسو او عراق(کربلا) کې ترسره کیږي.