د محفل پروګرام کوربه ، حامد شاکر نژاد، استاد ابوالقاسمي او حسنین الحلو هم له هغه سره ملګرتیا وکړه او په ګډه ئې ورسره لنډ تلاؤت وکړ. د قرآن کریم د دغو قاریانو په زړه پورې تلاؤت په محفل پروګرام کې په زړه پورې شیبې ثبت کړې.
له ښکلو او په زړه پورې تلاؤتونو وروسته حسنین له هغه د روژې په مبارکې میاشتې کې د لبنان د احوال وپوښتل او محمد علی قاسم هم ووئيل، چې په لبنان کې سږکال د روژې مبارکې میاشت د شهیدانو بوي او رنګ درلود او له تیرو کلونو سره ډيره په توپیر ده .
هغه ورپسې د لبنان دجنوب د شهیدانو په باب خبرې وکړې . محمد علی قاسم همدرااز د جبنت جبیل سټراټژيکې سیمې په باب ووئيل، چې په دغې سیمې کې ډير زیات ځوانان د حق د بیرغ دفاع کوي.
د لبنان د شهیدانو او د فلسطین د پيښو په باب د محمد علی قاسم خبرو پر ټولو اغیزې وشنیدلې .
په دوام کې په محفل پروګرام کې د لبنان ددغه ممتاز قاري د قرآن تلاؤت ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
د محفل قرآني پروګرام پرون شپې یو ځانګړی میلمه درلود، دایران د رشت د ټول قرآن کریم یولس کلن حافظ ، چې د قرآن حفظ ئې له شپږ کلنۍ پیل کړ او تر نهه کلنۍ پورې ئې دټول قرآن حفظ پاي ته ورساوه . هغه همداراز د مصطفی اسماعیل ، راغب مصطفی علوش او سعید مسلم په تقلید سره تلاؤت کولی شي.