IQNA

د مالیزیا قرآنی خدمتګار، شیخ حسن ازهری مرګ

22:19 - October 12, 2018
د خبر لمبر: 3481606
نړیواله ډله: د مالیزیا د قرآن کریم ستر عالم او استاد شیخ حسن ازهري یو عمر د قرآن کریم خدمت کولو نه ورستو مړ شو.
عقیل حسن منور، د اندونیزیا له قرآن کریم لوي داور او د دغه هیواد د قرآن کریم فعال، ایکنا ته په خبر کښې اعلان وکړ: شیخ ازهری د مالیزیا هیواد د قرآن کریم لوي استاد او خدمتګار وو چې له دنیا نه یی سترګی پټې کړي.
هغه زیاته کړه: استاد ازهری د مالیزیا په قرآن نړیواله مقابلو کښې د یو شمېر داوری ترسره کړي وه.
د اندونیزیا دې قرآنی استاد په ادامه کښې وویل: ازهری خپل له برکته ډک ژوند کښې د قرآن کریم خدمت په مالیزیا، اندونیزیا او نورو اسلامی هیوادونو کښې ترسره کړي وو.
استاد عقیل حسین منور په اخیر کښې د دغه ستر عالم، استاد او د قرآن کریم خدمتګار مرګ ټولو قرآنی ملګرو او قرآنی فعالانو په تېره د دغه دوه هیوادونو اندونیزیا او مالیزیا خلکو ته خواخوږې وویل او له الله نه یی د دغه استاد لپاره د بښنې رحمت او رضوان جنت دعا وکړه.
http://iqnanews.ru/fa/news/3754186
captcha