IQNA

د هرات لرغوني مصلا مناره بیا جوړېږي

9:37 - October 21, 2019
د خبر لمبر: 3482456
نړیواله ډله: د هرات له پنځو منارو یوه مصلا مناره چې شپږ پیړۍ لرغونتوب لرې، او د ګوهر شاد بیګم په مقبره کښې واقع ده یو سینټې میټره یی انحراف کړی دی چې بیا زر روغولو ته اړتیا لرې.
د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان ورځنې اطلاعات ورځپاڼې نه په نقل، د هرات محلي چارواکي اعلان کړې چې د هرات مصلا مناره بیا روغولو باندې ۱۰ ملیونه افغانۍ لګښت سره د دغه هیواد د ملي امنیت شورا په حمایت سره شورو شوي.
د هرات کلتوري او اطلاعاتي مشر آریا رووفیان وویل: په دغه لګښت یواځې، د هرات د مصلا ځنې اړتیاوی به پوره شي.
رووفیان په وینا، له تېرو شلو کالو رسي د هرات مصلا ته توجه نه ده شوې، د دغه ټولګې بیا روغوني په طرحه کښې د ګوهر شاد مقبرې ښکلا، بیا د منارو او دیوالونو محکم کول او روغول شامل دي، دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکښې، د افغانستان د ملی امنیت شورا مرستیال حمدالله محب هرات ته په سفر کښې ژمنه کړې وه چې حکومت به د هرات د مصلا منارو بیا روغولو لپاره بودجه ورکړې.
د هرات د مصلا منارې د دغه ولایت یو تاریخې ځای شمېرلي کېږي او کلتورې چارواکو تل له دغه مصلا سره د محافظو نه شتون په اړه اندېښنې څرګنده کړي.
https://iqna.ir/fa/news/3851003
captcha