IQNA

د جومات په سپکاوې د هانګ کانګ د رهبر بخښنه

10:16 - October 22, 2019
د خبر لمبر: 3482458
نړیواله ډله: په هانګ کانګ ښار کښې تېره ورځ د اعتراضاتو په جریان کښې د پولیسو له اړخه د جومات سپکاوې باندې د دغه ښار رهبر بخښنه وغوښتله.
د ایکنا راپور له مخې، له رویترز نه په نقل، په هانګ کانګ ښار کښې تېره ورځ د اعتراضات کوونکو سره د چلند په جریان کښې د پولیسو له اړخه د جومات سپکاوې باندې د دغه ښار رهبر (کري لم) له مسلمانانو بخښنه وغوښتله.
د یکشنبه په ورځ د اعتراضاتو او شخړو په جریان کښې، پولیسو د معترضانو د شړلو لپاره د رنګي ابو سرچیني نه په فشار ابو شیندلو استفاده وکړه. کله چې یو شمېر اعتراض کوونکې د تېښتې په وخت کښې د جومات مخې نه تېریدل د پولیسو د ابو مشین، د جومات دروازه خپل هدف وګرځوله. په دغه جریان کښې یو شمېر مسلمانان چې د ماسپښین لمانځه لپاره جومات ته راغلې و له دغه اقدام سره مخامخ شو. دغه جومات د هانګانګ د مسلمانانو ډېر مهم جومات او عبادتي مرکز شمېرلي کېږي. د هانګ کانګ د مشر یو ویاند اعلان وکړ چې د لم ښځې جاپان ته تللو نه مخکښې د کولون جومات نه کته وکړه. هغې په داسې حال کښې چې شال یی په سر درلودو. جومات ته لاړه او د پولیسو له دغه اقدامه یی د مسلمانانو نه بخښنه وغوښتله.
د دغه جومات امام محمد ارشد، د لم بخښنه ومنله او اعلان یی وکړ چې د هانګ کنګ مسلمانان هیله لري چې په دغه ښار کښې خپل ژوند په سولي او آرامښت سره تیرولو ته به ادامه ورکړي.
پولیسو هم په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: دا جومات په ناڅاپه ډول هدف وګرځېد او د پولیسو چارواکي په دینی ازادۍ اطاعت کوي او هڅه کوې چې د ټولو عبادتي ځایونو نه حفاظت وکړي.
اندازه ده چې ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ زره مسلمانان په هانګ کانګ کښې مېشت دې. چې ډېر له هغو د بېلابېلو هیوادونو منجمله پاکستان، هند، مالیزیا او اندونیزیا نه راغلې او د چینی مسلمانانو شمېر تقریبا ۴۰ زره نفوس دی.
یادښتونه، هانګ کانګ پنځه مستقل جوماتونه او یو موقت جومات لري. همدارنګه په لسګونو اسلامی مدرسې هم دغلته شتون لري.
https://iqna.ir/fa/news/3851287
captcha