IQNA

طالبانو په کورونا د خپلو مشرانو د اخته کېدا راپور رد کړ

0:58 - June 01, 2020
د خبر لمبر: 3483201
تهران (ایکنا) - فارن پالیسي خپرونې پرون په یوه مفصیل راپور کې د استخباراتي سرچینو او دغه راز د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سرچینو پر اساس لیکلي چې د طالب مشرانو په منځ کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د دې ډلې په کنټرول او نظم کې ګډوډي راغلې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد په یوه  لنډه بیانیه کې ویلي د طالبانو په مشرتابه کې د ګډوډۍ، مریضۍ او اختلاف په اړه د فارین پالیسي مجلې پروپاګنده حقیقت نه لري.

فارن پالیسي خپرونې پرون په یوه مفصیل راپور کې د استخباراتي سرچینو او دغه راز د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سرچینو پر اساس لیکلي چې د طالب مشرانو په منځ کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د دې ډلې په کنټرول او نظم کې ګډوډي راغلې ده.

فارن پالیسي ته بېلابېلو سرچینو تایید کړې چې له همدې کبله د طالبانو مشري او قومانده د دې ډلې د بنسټګر ملاعمر زوی ته پرېښودل شوې ده.

فارن پالیسي د یادو سرچینو په قول وايي چې په کورونا وایرس د طالب مشرانو له اخته کېدو وروسته د دې ډلې کنټرول بې نظمه شوی او یو شمېر مهم مشران یې د ځان د درملنې په غم کې دي.

په کابل کې یوه استخباراتي مامور د نوم د نه ښودلو په شرط له فارن پالیسي سره په خبرو کې تایید کړې چې طالب مشران په کورونا وایرس اخته شوي دي. خو هغه په دې اړه بې خبري ښکاره کړه چې ایا ملا هیبة ا... هم پرې اخته دی او که نه دی.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلاف او دا احتمال چې دا اختلاف د هغوی ترمنځ د تاوتریخجنې سیالۍ سبب شي، د سولې د پروسې راتلونکی پړاو یا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اغېزمنولی شي.

captcha