IQNA

په تهران کې د چنگاښ میاشتې په اوومه د تروریستي برید کلیزه

21:34 - June 27, 2020
د خبر لمبر: 3483309
تهران (ایکنا) - نن د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې اومه او د دوه زره شلم۲۰۲۰ کال د جون اویشتمه نیټه ده چې په تهران کښې د اسلامي جمهوریت ګونډ په مخکې دفتر د تروریستي برید له څلویښتمې کلیزې سره سمون لري.

د ۱۹۸۱کال د جون ۲۷ یعني د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په اومه په تهران کښې د اسلامي جمهوریت ګوند د غونډې په تالار کښې د بم د چاودنې له امله، آیت الله محمد حسیني بهشتي د ایران د سترې محکمې مشر سره د دوه اویا(۷۲) سیاسي او مذهبي شخصیتونو(چې پکې څلور وزیران، دولس مرستیال وزیران او شاوخوا دیرش د مجلس غړې شامل و) د منافیقینو ترهګري ډلې لخوا شهید شول.
د چنګاښ په اومه دغه تروریستي عمل، په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په لومړیو کلونو کښې د منافیقینو ترهګرې ډلې لخوا د ترهګرۍ دا یو اقدام و چې ټیک یوه ورځ وروستو یې د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله خامنه اي د وژنې هڅه د تهران په ابوذر جومات کښې وکړه. 
په ایران کښې ۱۹۸۷او ۱۹۸۱ کال تروریستي بریدونه د امریکې په ملاتړ شوې و چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپارښتنه، یوه اونۍ د امریکا د بشري حقونو د افشا کولو لپاره ټاکل شوې ده.

تهران راډیو 

captcha