حشد الشعبي په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د دې سازمان مشر فالح الفیاض د عراق د روغتیا له وزیر سره نن د عراق په پلازمینه کښې د دغه روغتون پرانیستا وکړه.
د شهید ابو مهدي المهندس روغتون د کورونا له ویروس سره د مقابلې لپاره د شهیدانو او مجاهدانو د چارو د روغتیایي مرستیال لخوا جوړ شوی دی.
حشد الشعبي په بیانیه کښې زیاته کړې ده: دا روغتون په یوه اونۍ کښې د کورونایي ناروغانو لپاره جوړ شوی دی.
د دې بیانیې په اساس، دا اقدام په روغتیایي ادارو په روغتیایي سازمانونو باندې فشار کمولو لپاره ترسره شوی او دا روغتون له هغه روغتونونو څخه دی چې د عراق په ولایتونو کښې د بحران د مخنیوي لپاره د حشد الشعبي لخوا پرانیستۍ شوی دی.
حشد الشعبي، له دې مخکې هم یو روغتون په کربلا او یو بل روغتون د المثنی ولایت په السماوه ښار کښې د کورونایي ناروغانو لپاره جوړ کړې دي.