IQNA

پس له ۷۰ کالو د بلغارستان په پلازمینه کښې د قرآن کریم د ختم مراسم

23:07 - June 30, 2020
د خبر لمبر: 3483332
تهران (ایکنا) - د بلغارستان په پلازمینه صوفیه کښې د بانیا باشي جومات پخوا کښې په یو پارک کښې د دیني شخصیتونو او چارواکو په شتون کښې لومړي ځل لپاره د قرآن رکریم د ختم مراسم ترسره شول.

دا مراسم له ۷۰ کالو وروستو د لومړي ځل لپاره په صوفیه کښې ترسره شو او په صوفیه کښې د ترکيي د سفارت د ټولنیزه مرستیال محمد ګنج او د بلغارستان د نورو چارواکو او مسؤلانو په شتون کښې ترسره شو.
په دې مراسمو کښې ۱۷ کسان د صوفیه دارالافتاء سره تړلې د قرآن کریم د حفظ مرکز محصلان و چې د قرآن حفظ یې ختم کړی دی او د دعا او شعر لوستل له نورو محصلانو لخوا ترسره شو.
د صوفیه سیمې مفتي مصطفی ازبیشتالي له آناتولي سره په خبرو اترو کښې د دارنګه مراسمو پس له ۷۰ کالو ترسره کیدو د خوشحالي په څرګندوني سره وویل: د صوفیه دارالافتاء قرآن حفظ مرکز، چې په اوس حال کښې د قرآن کریم ۱۷ حافظان یې فارغ التحصیل شويو نه کاله مخکې جوړ شوې دی.
3907501

captcha