دغه بم چاودنه نن سهار د زاهدان ښار په کورین سیمه کښې ګلوګاه کلي ته نږدې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د دوو(۲) ګاډو په لاره کښې شوي ده .
د ایران په اسلامي شورا کښې د زاهدان د خلکو استازي فدا حسین مالکي د دغه خبر د تائیدولو په ترڅ کښې وویل دغه حملې چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د د دوو (۲) ګاډو د تیریدا په وخت د جیش الظلم ترهګرې ډلې لخوا وشوه کومه مرګ ژوبله نه ده لرلي او یوازې په سیمه کښې د سپاه پاسداران ځواک یو (۱) قومندان لږ شان ژوبل شوی دی .
جیش الظلم ترهګرې ډلې هم په ټییلګرام اینټرنیټ پاڼې کښې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د دغه ټروریسټي برید ذمه واري پرغاړه واخیستله .
جیش الظم ترهګره ډله په وهابي تفکرونو سره په سوریې کښې د تکفیري او د ترهګرو ډلو ملاتړي ګڼل کیږي .
تهران راډیو