هغه د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف جنایتونو ته په اشارې سره وویل د یمن پوځ او ولسي ځواکونه به د خلکو او د خپل هیواد د دفاع لپاره له خپل قانوني حق څخه استفاده وکړي .
یحیی سریع د یمن اوسني دفاعي ظرفیتونه له تیر وخت څخه بهتر وبلل او زیاته یې کړه د یمن پوځ او ځواکونو تراوسه له خپلو ټولو وسونو استفاده نه ده کړي او دښمن باید دغه موضوع درک کړي او دیمن پرضد له کلابندۍ او تیري څخه لاس واخلي .
دیمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل زمونږ پوځ به د سعودي عربستان په خلکو چې د ال سعود حکومت له ظلم سره مخ دي حملې ونکړي خو د عربستان په پوځي مرکزونه باندې چې د یمن په خلکو بمبارې کوي زمونږ بریدونه دوام ولري .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد کلابندۍ او بمباریو او حملو ته دوام ورکړی او په لسګونو زره خلک یې مړه کړي او په سلګونو زره نور یې یې ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي هم دي.
parstoday.com