صهیونیستي ورځپاڼه یدیعوت احارانوت راپور ورکوي چي ۴۰ خبریالان د (باراک راوید) په شمول چي د دې رژیم د دیپلماتیکو چارو خبریال ګڼل کېدی د صهیونیستي رسنیو څخه د همکاریو د ختمېدو نامې تر لاسه کړلې، چي لامل یې د دې رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سیاستونو څخه د دغو خبریالانو نیوکې یادې شوي دي.
د دې راپور پر بنیاد نتانیاهو له دې څخه مخکې د یادو شویو خبریالانو پر خبري دریځونو نیوکه کړې وه.
اوس مهال د اسرائیل لومړی وزیر په اداري فساد تورن دی او د دې رژیم د قضایي ادارو له خوا د ۱۰۰۰، ۲۰۰۰، ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ تر عنوان لاندې د هغه د فساد پر دوسیو باندې څېرنې رواني دي.
له دې څخه تر مخه نتانیاهو د مارچ په میاشت کې باید په محکمه کې حاضر شوې وای خو د کرونا د امله د هغه محاکمه ځند سره مخامخ شوه.