د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون وويل، پکار دے له ايران او پاکستان دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اصلي کورباو په توګه ملاتړ او ملګرتيا اوشي.
د کډوالو په چارو کښې د ملګر ملتو عالي کمېنشر فيليپو ګرېنډي وويل، د افغانانو بې کوره کونکے بحران د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د اوو لسيزو په تاريخ کښې ترټولو لوے او اوږد بحران دے.
ګرېنډي زياته کړه، ايران د افغان کډوالو د زدکړو او روغتيا زمينه برابره کړې ده.
له دې مخکښې د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ويلي وو چې د ايران اسلامي جمهوريت افغان کډوالو ته د روغتيا د بيمې په ورکولو کښې مخکښ دے.
تهران راډیو