IQNA

د جلال ابادد نړیوال هوایي ډګر د جوړیدو کار پېل شو

22:03 - July 11, 2020
د خبر لمبر: 3483372
تهران (ایکنا) - د افغانستان دختیځي ولایت ننګرهار دنوي نړیوال هوایی ډګرد جوړیدو چاری پېل شوې .چارواکي وایي ددېهوایي ډګرد جوړیدولومړۍ برخه به په راتلونکو اتو میاشتوکې کې بشپړه شي.

د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل ددې کار دپېل په مراسموکې چې دننګرهارد والي  په توګه د هغه دماموریت وروستۍ ورځ وه ،وویل ، د ننګرهارنړیوال ملکي هوایي ډګر ددې ولایت د ښیوې ولسوالي په ګمبیري دښته کې په دری نیم زره جریبه زمکه کې جوړیږي چې په لومړۍ برخه کې به یی د احاطې دیوال او امنیتی برجونه جوړ او په اته میاشتوکې به بشپړ شي.نوموړي وویل پر  دې چارو اتیا ملیونه افغانۍ لګول کیږي چې دافغان دولت له بودجی ورکول کیږي.په همدې حال کې د افغانستان دملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفي زاده وویل د جلال اباد نړیوال ملکی هوایي ډګر ټولې چارې په په راتلونکو درې کالوکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ټولیز لګښت به یی له شپږدیرشو تر څلویښت ملیونه ډالره وي. هغه وویل دا نړیوال ملکی هوایي دګر به په پلازمینه کابل کې د حامد کرزي دنړیوال  هوایي ډګر د بدیل په توګه هم کارول کیږي.

دجلال اباد پخوانی هوایي ډګر چې یو مهال ترې کورنۍ او بهرنې الوتنی تر سره کیدې له تیرو خواوشاه دوه لسیزو راهیسې د امریکایی ځواکونو په ولکه اودهیواد په ختیز کې ددغه ځواکونو تر ټولو ستر مرکزدی چې د پوځي موخو لپاره کارول کیږي.

تهران راډیو

captcha