IQNA

له ایران سره دعراق په پولې کې دداعشیانو په ضدپاکونکي عملیات روان دي

13:40 - July 12, 2020
د خبر لمبر: 3483378
تهران(ایکنا) - په عراق کې د داعشي تفکیری ډلې له ماتې سره سره ، ددغو ترهه ګرو پاتې ځيني جنایتکار هماغه شان ددغه هیواد په ځينو سیمو کې شتون لري .

د عراق د ګډو عملیاتو مرستیال قوماندان   جنرال عبدالامیر کامل الشمري  وئیلي دي ،د ترهه ګرو دپاتې وګړو د تعقیبونې او نیونې،  په دیاله ولایت کې د امنیت او ثبات دټينګونې  او له اسلامی ایران سره د سرحدي پټۍ د پاکونې اوپلټنې  په موخې سره  د عراق  د ابطال العراق (یعني د عراق اتلانوپه نامه ) دعملیاتو څلورمه مرحله  نن سهار پیل شوې ده .

 جنرال عبدالامیر روښانه کړې ده ، په دغو عملیاتو کې  چې د پوځ د عمومی قوماندان او لومړي وزیر  مصطفی الکاظمي په فرمان سره  او د ګډو عملیاتو دقوناندې په څارنې سره  پیل شوي دي ،د عراق د پوځ د هوائي ځواک په ملاتړ سره د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک ،  دسامرا او صلاح الدین   او دیاله ولایتونو  دعملیاتو قومانده  او د مځکني ځواک  یونټونه پکې ګډون  لري .

 په عراق کې د داعشي تفکیری ډلې  له ماتې سره سره ، ددغو ترهه ګرو پاتې  ځيني جنایتکار  هماغه شان ددغه هیواد په ځينو سیمو کې شتون لري .

پارس ټو ډۍ

captcha