IQNA

په کابل کې له افغانستان سره د مرسته کونکیو هیوادونو غونډه

23:26 - July 28, 2020
د خبر لمبر: 3483452
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ملی امنیت سلاکرا حمد ا... محب هم په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سولې د تامینولو او د ۵۰۰۰ طالب بیندیانو د خوشی کولو د کابل حکومت د مهمواقداماتو یادونه وکړه

له افغانستان سره د مرسته کونکیو هیوادونو غونډه د څه د پاسه ۴۰ هیوادونو د استازیو او نړیوالو ادارو د استازیو په شتون سره په کابل کی پیل شوه .
د افغانستان د مالیې وزارت ویندوی شمروز خان مسجدی د دغې غونډې په پرانستونکیو دستورو کې وویل په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغان دولت د پراختیا او سولې د ملی چوکاټ دوهم سند وړاندی کیږی .
مسجدی زیاته کړه د جینوا کانفرنس د ژمنو تعقیبول ، د افغانستان په اقتصاد د کرونا ویروس اغیزې او د مرسته کونکیو هیوادونو او کابل حکومت متقابلې ژمنې د دغې غوندې مهمې موضوګانې بلل کیږي .
د افغانستان د ملی امنیت سلاکرا حمد ا... محب هم په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سولې د تامینولو او د ۵۰۰۰ طالب بیندیانو د خوشی کولو د کابل حکومت د مهمواقداماتو یادونه وکړه .
په وروستیو کلونوکې د افغانستان په شمول په بیلا بیلو هیوادونو کی له دغه هیواد سره د مرستې د دوام په اړه یو لړ سیمه ایزې او نړیوالې غوندې ترسره شوی دي . له هغو ژمنو سره سره چی په تیرو غونډو کې ګډون کونکیو هیواد ونو په تیره بیا لویدیځو هیوادونو له افغانستان سره کړی دي ، یوازې د دغو ژمنو یوه ډیره وړکوټی برخه ترسره شوی او ژمنو او عمل ترمینځ واټن تل ستره ستونزه ده .
په کابو تیر یوه کال کی د امریکا او اروپایی اتحادیې لخوا په افغانستان کی د فساد د زیاتیدا په چټی پلمو له افغانستان سره د مرستو د کمولو یا غوڅولو د ګواښونو مطرحول او د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د بی پروګراموالې سبب شوی چی د کابل چارواکی د بیا رغاونې له بهیر سره د بهرنیو مرستو د ناڅاپی کمیدا په اړه ډیر اندیښمن شي .
په افغانستان کې د مالی فساد د اوسنی بهیر د دوام په بڼه کې مرستو د غوڅولو په اړه خبرداری په داسې حال کی دي چی په دغه هیواد کی زیاتره مالی فساد په افغانستان کی د بیا رغاونې په ډګر کی د ګډون کونیکو بهرنیو شرکتونو د غلط کړچار له امله دی چی لویدیځ اورګانونه هم پرې اعتراف کوي .
افغان دولت ته د لویدیدځو هیوادونو له لوری پر دغسې ګواښونو او خبرداریو سربیره د دغه هیواد چارواکی اندیښمن دي چی په افغانستان کې د جنګ پخ ختمیدا او سولې په ټینګیدا سره له دغه هیواد سره مرستې بندې شي چی دغه چاره په دغه جنګ ځپلی هیواد کې کمو داخلی عایداتو ته په پام سره د ضروری او حیاتی چارو د بودجې تامینیدا هم له خطرې سره مخامخوی .
د داسې اټکل په اساس ده چی د افغان دولت چارواکی هڅه کوی د نورو هیوادونو له چارواکو سره په دو او څو اړخیزو غونډو کې حتی د جنګ له ختمیدا او د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته له دغه هیواد سره د مرستو د دوام په اړه وهڅوي .

تهران راډیو

captcha