IQNA

یو شمېر کړۍ د شخصي ګټو لپاره د سولې په لارکې خنډونه رامینځته کوي

23:27 - July 28, 2020
د خبر لمبر: 3483453
تهران (ایکنا) - د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي طالبانو د سولې په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغان طالبانو مشر ملا هیبت ا... اخوند په خپل اختریز پیغام کې ویلي افغان حکومت دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې راتګ لپاره ريښتیني ګامونه اوچت کړي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي طالبانو د سولې په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې ده.
هغه تور پورې کړی چې په افغانستان کې یو شمېر کړیو ته ملي ګټې مهمې نه دي او د واک د ساتلو لپاره ملي مسایل د شخصي ګټو لپاره قرباني کوي، نو ځکه د سولې په لاره کې خنډونه رامنځته کوي.
نوموړي په حکومت غږ کړی چې بندیان ازاد کړي، ملي ګټې دې په پام کې ونیسي او د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
په پیغام کې دغه راز د بهرنیوترهه گرو ځواکونو په اړه ویل شوي چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي نو دوی تیار دي چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې رامنځته کړي.
هغه په افغانستان کې د سولې راتګ د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه بللی دی.
د طالبانو مشر د امریکا او دوی تر منځ شوې هوکړې ته په اشارې سره ویلي چې ستونزې باید جوړې نه شي بلکې د ستونزو په هواري کار وشي.
هغه د امریکا له لوري د دوی په کسانو وروستیو بریدونو ته په کتو دغه خبره کړې ده.
د یادولو ده چی د افغان طالبانو او امریکا ترمینځ شوی موافقې تراوسه د افغان ولس لپاره هیڅ بریا نده درلودلی .

تهران راډیو

captcha