IQNA

د الجزایر له قرآني مرکز څخه د ځواکونو جذب کولو لپاره د داعش ناوړه ګټه

9:28 - August 05, 2020
د خبر لمبر: 3483478
تهران (ایکنا) - د داعش ترهګریز سازمان په الجیریا کې د قرآني مرکزونو زده کونکي په غولولو او ناوړه ګټه اخیستنې او ملې ته د خپلو اهدافو د تر سره کولو لپاره لیږلو سره ناوړه ګټه اخیستې.

د داعش ترهګره ډله چې په الجزایر کې د «د اسلامي حکومت لويه صحرا سیمه» په نوم مشوره او په دغه هیواد کې په الساحل سیمه کې فعال ده، د خپلو ځواکونو د تقویت په هدف د الجزایز په قرآني مرکزونو چې په دغه هیواد کې د زوایا په نوم مشور دي، کې فعال کسان په مالي مرستو سره ځان ته جلب کوي.
داعش دا کار د قرآن زده کونکي په فکر کې تاثیر له لارې او د افراطی جهادي افکارو په خپرولو سره ترسره کوي او دا ډله چې زیات پکې ځوانان دي، په ​​خپلو لیکو کې د شاملیدو لپاره په مختلفو لارو هڅونه کوي.
دې مسئلې د الجزایر د ټولنیزې غبرګون راپارولي او په عدالت کې د محاکمې غونډې ترسره کولو لامل شوي او هم په دې لړ کې، د الجزایر جنایي محاکمې په المسیله قضایي شورا کې په یوه غونده کې پنځه کسان چې له داعش سره یې تړون لرلو، له درېو څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند او جریمې محکوم کړي.
3914636

captcha