مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو کسانو د وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې 2 زره 510 نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې يو زر 89 تنه په روغتونونو کښې داخل کړې شول او باقي نورو ته کلينيکل خدماتو اورسول شول .
مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر درې لکه درې دېرش زره او 699 تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو څلوريشتو ګېنتو کښې 188 تنه د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر اتلس زره 988 تنو ته اورسېد.
د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه دوه لکه نوي زره تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تقريباً شل ميلين پينځ نيم لکو تنو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه شپږ لکه پينځه نوي زره تنه مړۀ شوي او تقريباً ۱۳ ميلينه څلور لکه پينځه شپيته زره تنه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.
تهران راډیو