د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې دغړو په غونډې کې د تهران په ضد د متحده ایالاتو اقتصادي جنګ ته په اشارې سره دسپينې ماڼۍ دواکوالانو غلط محاسبات او وَهمونه د صدام رژيم د هغواقداماتو په څير وبلل چې د هغه د نابودۍ لامل شول .
ډاکټر روحاني غلط محاسبات او وهمونه ، پر اسلامی ایران د صدام رژيم د حملې اصلي عوامل وبلل او ټينګار ئې وکړ ، صدام پخپلو غلطو وهمونو سره رسوا شو او ځان ئې تباه کړ او دهغه یو یو سیمه ایز ملاتړی راغی او پښماني ئې وښودله .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا هم دقیقا همدغه وَهمونه ، د سپيې ماڼۍ واکوالانو له خوا تکراریږي ، روښانه کړې ده ، د امریکا حکومت په تیرو دو کلونو کې په غلطو محاسباتو او ورته وَهمونو سره ، پشپړ سنبال اقتصادي جنګ پیل کړی دی ، چې نتیجه ئې په بشپړ ډول مشخصه ده .
هغه همداراز د تهران په ضد په ملګروملتو او امنیت شورا کې د متحده ایالاتو ناکامیو ته په اشارې سره ټينګار کړی ،نن سبا د امریکا باؤؤ اورُعب چې فکر ئې کاوۀ په دنیا کې ئې ، له مینځه تللی دی .
داسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې کولو سره چې د ایران ملت په مقاومت او کلکې د ریدا سره ، په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې له پوځي او دفاعي پلوه ډير ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي ووئیل ، د ایران ملت نن سبا هم ډير لوي سیاسی ، حقوقي او ډيپلوماټيک بریالیتوب ترلاسه کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر د ولس کلکه دریدا اوباؤر د ایران د ملت د تیرو او اوسنیو وختونو د بریالیتوب علت بللی او وئيلي ئې دي ، اسلامی ایران هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه دی او دایران ولس به په مقاومت سره دغه اقتصادي جنګ کې هم بریالی شي .
تهران راډیو