IQNA

امریکا اوس بیا دصدام غلط محاسبات او وَهمونه تکراروي

23:06 - September 23, 2020
د خبر لمبر: 3483643
تهران (ایکنا) - ډاکټر حسن روحاني د تهران په ضد په ملګروملتو او امنیت شورا کې د متحده ایالاتو ناکامیو ته په اشارې سره ټينګار کړی ،نن سبا د امریکا باؤؤ اورُعب چې فکر ئې کاوۀ په دنیا کې ئې ، له مینځه تللی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن د کابینې دغړو په غونډې کې  د تهران په ضد د متحده ایالاتو اقتصادي جنګ ته په اشارې سره  دسپينې ماڼۍ  دواکوالانو  غلط محاسبات او وَهمونه  د صدام رژيم د  هغواقداماتو په څير  وبلل چې  د  هغه د نابودۍ لامل شول .
 ډاکټر روحاني  غلط محاسبات او وهمونه ،  پر اسلامی ایران د صدام رژيم د حملې اصلي  عوامل وبلل او ټينګار ئې وکړ ، صدام  پخپلو غلطو وهمونو سره  رسوا شو او  ځان ئې تباه کړ  او دهغه یو یو سیمه ایز ملاتړی  راغی  او پښماني ئې وښودله .
  د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  نن سبا هم دقیقا همدغه وَهمونه ، د سپيې ماڼۍ واکوالانو له خوا تکراریږي ، روښانه کړې ده ،  د امریکا حکومت په تیرو دو کلونو کې  په غلطو محاسباتو  او ورته وَهمونو سره ،  پشپړ سنبال اقتصادي جنګ  پیل کړی دی ، چې  نتیجه ئې په بشپړ ډول مشخصه ده .
  هغه همداراز  د  تهران په ضد  په ملګروملتو او امنیت شورا کې د  متحده ایالاتو  ناکامیو ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،نن سبا د امریکا باؤؤ اورُعب   چې فکر ئې کاوۀ په دنیا کې ئې ، له مینځه تللی دی .
داسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې کولو سره چې  د ایران ملت په مقاومت او کلکې د ریدا سره ، په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې له پوځي او دفاعي پلوه ډير ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي  ووئیل ،  د ایران ملت نن سبا هم ډير لوي سیاسی ، حقوقي او ډيپلوماټيک بریالیتوب ترلاسه کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر د ولس کلکه دریدا اوباؤر  د ایران د ملت  د تیرو او اوسنیو وختونو  د بریالیتوب علت بللی او وئيلي ئې دي ،  اسلامی ایران هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه دی او دایران ولس  به  په مقاومت سره دغه اقتصادي جنګ  کې هم بریالی شي .
تهران راډیو
captcha