د قطر حکومت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه هیواد نه شي کولې د فلسطین پر ځاې د عرب اتحادیې د روان پړاؤ مشري قبوله کړي کومه چې فلسطین، له صهیونیسټي رژیم سره د ځینو عرب هیوادونو د اړیکو د عادي کولو په غبرګون کښې پریښې ده.
د ویلو ده چې د فلسطین حکومت تیره سه شنبه له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو د ښه کولو د موافقې د لاسلیکیدو او له دغه اقدامه د عرب اتحادیې د ملاتړ په غبرګون کښې د یادې اتحاديې د شورا د روان پړاؤ د مشرتابه په هکله له خپل حقه تیر شو.
له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د متحده عرب اماراتو او بحیرن اقدام د اسلامي نړۍ له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.