تر دې دمه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو شپږ غونډې کړې دي چي بې له کومي نتیجې پای ته رسېدلي دي.
د افغان رسنیو په حواله، د افغان حکومت د تماس ډلې په وروستۍ غونډه کې د لانجې د غوڅېدو او کړنلارې د وروستي کېدو لپاره طالبانو ته نوي وړاندیزونه کړې دي خو ویل کیږي چې طالبانو تر اوسه پرې غوږ نه دی ګرولی.
همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ بې باوریو او ژورو اختلافونو ته په کتو د مذاکراتو د بریا تضمین نشې کېدای.
تهران راډیو