IQNA

په قرآني جشن کې د مصري فوتبال لوبغاړۍ + انځور

16:56 - September 28, 2020
د خبر لمبر: 3483654
تهران (ایکنا) - د مصر د الاهلي کلب غړي فوټبال لوبغاړې احمد فتحي په یو ارزښت لرونکي او انساني اقدام کې د قرآن کریم له حافظانو لمانځنې په یو جشن کې چې د دغه هیواد د یو خیریې انجمن لخوا ترسره شو ګډون وکړ.

د مصر خیریه انجمن له احمد فتحي د قرآن کریم له حافظانو د لمانځنې په جشن کې په ګډون او د دې مصري فوټبال لوبغاړي لخوا د الاهلي کلب خپل او د مصر د ملي فوټبال ټیم قمیص د قرآن کریم حافظانو ته ډالې کولو مننه وکړه.
هغه په انسټاګرام کې د قرآن کریم حافظانو ته په خپله وینا کې لیکلي: په تاسو ډیر افتخار کوم او ډېر خوشحاله یم او باوریم چې ترڅو پلاران او میاندې د خپلو بچو د قران کریم د حفظ لپاره هڅه کوي نو زمونږ اسلام به په سمه او د خیر او ښه لارې پرمختګ کوي.
هغه زیاته کړه: تاسو لپاره د نیکی او خیر هیله لرم او خدای ستاسو حفاظت وکړه لکه څنګه چې تاسو د هغه کتاب حفظ کړ.

3926010

captcha