IQNA

د پاکستان خلک د عمران خان د حکومت په کړچار خوښ دي

21:55 - September 28, 2020
د خبر لمبر: 3483658
تهران (ایکنا) - د پاکستان څه باندې ۹۰ فیصده خلک د عمران خان د حکومت له کړچاره بشپړ رضایت لري.
د پاکستان څه باندې ۹۰ فیصده خلک د عمران خان د حکومت له کړچاره بشپړ رضایت لري.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، ای، آر، وای نیوز په پاکستان کښې په خپلې تازه نظرپوښتنې کښې، د واکمن تحریک انصاف ګوند له کړنلارې او کړچار څخه د عامه خلکو د رضایت اندازه ۹۳ فیصده وبلله.
د دغې نظر سنجۍ له مخې چې په مجموع کښې په کښې ۱۶ زرو کسانو ګډون وکړ، د پاکستان خلکو په تیر یو کال کښې له رامینځته شویو اقتصادي ستونزو سره سره، د عمران خان له حکومت او د هغه له کړچاره ډاډ څرګند کړی دی.
په نظر پوښتنې کښې ګډونوالو د عمران خان کړچار د مسلم لیګ نواز ګوند او پيپلز پارټۍ د تیرو وزیراعظمانو په پرتله ښه بللې دی.
تهران راډیو
captcha