د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېشد رسولي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په یوه ګډه خبري غوڼډه کې خبرې کولې وویل: “د۳۰ خبریالانو د وژل کېدو قضېې چې د افغانستان څارنوالۍ ته رسېدلي، په تړاو یې۵۶ کسان پېژندل شوي او نیول شوي دي، دا قضیې په مرکز او هم په ولایتونو کې وې، موږ دقضیو د عاملینو د ۱۶، ۲۰، ۲۲ او دېرشو کلونو د حبس او حتی د اعدام د حکم شاهدان یوو.”
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د دوی په جلاجلا اعتراضیه لیکونو کې پر حکومت ټینګار کړی چې د افغان وژل شویو خبریالانو دوسېې دې ډېر ژر وڅېړل شي او د پیښو عاملین دې په جزا محکوم شي.
د یادونې وړ ده چې دوه کاله مخکې په کابل کې د خبري پوښښ پر مهال د یوې ځانوژونکې حملې په نتېجه کې ۹ تنه افغان خبریالان ووژل شول، لدې وړاندې په څلورنوي یم کال کې د طالبانو په یوه برید کې د طلوع نیوز شبکې اووه کارکوونکي وژل شوي و، هغه وخت د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی و.
طالبانو او داعش ډلې په افغانستان کې په خبریالانو د اکثره مرګونو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.