IQNA

عراق له هر بهرني هیواده په اربعین کې د ۱۵۰۰ زایرانو شتون سره موافقه وکړه.

20:38 - September 30, 2020
د خبر لمبر: 3483667
تهران (ایکنا) - د عراق لومړي وزیر په کربلای معلی کې د سږ کال په اربعین کې له بهرني هر هیواد ۱۵۰۰زایرانو شتون سره موافقه وکړه.

د عراق د لومړي وزیر ویندوي د دې هیواد د لومړي وزیر لخوا له هر هیواد د یو زر او پنځه سوه زایرانو د اربعین په مراسمو کې د شتون د اجازت خبر ورکړ.
احمد ملا طلال په دغه خبر کې وویل: مصطفی الکاظمي دستور ورکړ چې له هر هیواد د ۱۵۰۰ زایرانو راتلل به یواځي د الوتکو له لارې ترسره کېږي او هیوادونو هم د کرونا د مخنیوي روغتیایي تدابیرو په اړه خپل ښاریزه آګاه کولو پایبند دي.
له دې مخکې عراق اعلان کړې وو چې د کرونا له امله هیڅ یو خارجي زایر ته به سږکال د اربعین په مراسمو کې د شتون اجازت ور نه کړي.
3926559

captcha