IQNA

امریکې د ایران پروړاندې تر ټولو ترورستي سیاستونه تعقیب کړي

22:50 - September 30, 2020
د خبر لمبر: 3483670
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې بیان سره چې امریکایان هره ورځ نوې توطئه رامینځته کوي وویل: د امریکې حکومت د ایران د ملت په وړاندې ترټولو دښمني او تروریستي سیاستونه تعقیبوي.
د امریکې د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ د تیرې شپې مناظرې ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د حکومتي کابینې په غونډه کې وویل چې دې مناظرې د امریکایانو حالت او د کورونا په وړاندې خراب وضعیت، د بیکارۍ ډیریدل او نور ډیر څه څرګنده کړل. دوي په خپل هیواد کې له داخلي ګډوډیو سره مخ دي.
روحاني څرګنده کړه چې امریکایان نه یوازې د ایران بلکې د لویدیځې آسیا، اروپا بلکې د نفتا (یعنی د شمالي امریکا د ازاد تجارت په تړون کې) په خپل بهرنۍ سیاست او تګلاره کې پاتې راغلی هغه زیاته کړه طبیعي  ده چې یو داسې هیواد به چې دومره ستونزې لري غواړې به چې دغه ستونزې نړۍ ته منتقل کړی او د ایران او نړۍ په خلاف به توطئه رامینځته کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بهرنیو چینلو قهر ته په اشارې سره چې ایران، امریکا د جرمونو مرتکب ګڼي وویل: دا یو حقیقت دی ځکه چې نن امریکا د ایران د ملت په وړاندې ترټولو دښمني، جنایتکاره او تروریستي سیاستونه تعقیب کړي دي.
روحاني اتحاد او یوالۍ د امریکې د سازشونو په وړاندې د مبارزې یوازینۍ عامل وباله او زیاته یې کړه چې دښمنان تر دې دمه د ایران ملت پروړاندې ناکام شوي او بیا به هم ناکام شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نړۍ له هیوادونو سره د تهران په پراخه او رغنده تعامل ټینګار وکړ.
تهران راډیو
captcha