IQNA

سيد حسن نصرالله:

د جنرل سليماني او ابو مهدي المهندس شهيدولو مقصد د داعش راژوندي کول وو

23:00 - September 30, 2020
د خبر لمبر: 3483671
تهران (ایکنا) - د لبنان د حزب الله مشر پرون په يوې وېنا کښې د جنرل قاسم سلېماني او ابومهدي المهندس له شهيدولو څخه د امريکائي ترهه ګرو مقصد د داعش ترهه ګرې ډلې بيا راژوندي کول وبلل.
سيد حسن نصرالله د دې په بيانولو سره چې امريکې د جنرل سلېماني او ابومهدي المهندس د شهيدولو له عملياتو وروسته د داعش ترهه ګرې ډلې په بيا راژوندي کولوشروع کړې ده زياته کړه د امريکې مقصد د داعش بيا راژوندي کول او په سيمه کښې د خپلو ځواکونود شتون د دوام توجيهول دي.
د لبنان د حزب الله مشر په دوام کښې د لبنان په کورنيو چارو کښې د فرنسې لاسوهنو ته په اشارې سره وويل، هغه څه چې فرانسه يې له لبنانيانو غواړي دا دي چې په لبنان کښې دې اکثريت څنګته شي او د اقتدار واګې اقليت ته وسپاري.
سيد حسن نصرالله همدارنګ له صهيونېسټ رژيم سره  د بحرېن او اماراتو په شان د ځينو عربو رژيمونو د تعلقاتو ټينګولو ته اشاره وکړه او واضحه يې کړه چې ملتونه به د تعلقاتو ټينګولو لپاره د دغو حکومتونو له فېصلې سره ملګرتيا ونه کړي.
د لبنان د حزب الله مشر د سوډان له ولس وغوښتل چې د خپلې مبارزې تاريخ او لرغونتوب دې وپېژني او اجازه ورنکړي چې د ترهه ګرۍ او اقتصادي مسائلو په عنوانونو سره ترسلطې لاندې راشي.
هغه له صهينونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د ټينګولو په نه منلو کښې د تيونس او الجزائر له دريځونو قدورنه وکړه او زياته يې کړه، هغه کسان چې تعلقاتو جوړولو ته يې مخه کړې ده ډېر زر به پوه شي  چې محاسباتو کښې تېروتلي دي او مستقبل به دا موضوع ثابته کړي.
تهران راډیو
captcha